ګرجستان کې ۴ کان کېندونکي وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي
پهدې اړه په خپاره شوي بیان کې راغلي چې دغو کسانو ته په میندلي کان کې چې له پلازمېنې تبلیسي لوېدیځ پلو ته په لیرې پراته ښار تکیبولي کې پروت دی زیان اوښتی.
ویل کېږي، د میتان ګازو د چاودنې له کبله په دغو کان کېندونکو د یوه تونل چت لوېدلی دی.
پهدې اړه تحقیقات پيل شوي.
تر دې مخکې په اپرېل میاشت کې هم په همدې کان کې شپږ نور کسان وژل شوي او درې نور ژوبل وو.