نړيوالو ځواکونو په کندهار کې ۱۲ وسله وال مخالفین وژلي
دا خبره د کندهار د پولیسو ویاند ضیا دراني نن دوشنبه سهار ازادي راډيو ته وکړه.
نوموړي وویل:
"د معروف ولسوالۍ په کلاله سیمه کې وسله والو تګ راتګ کاوه او یو رنجر موټر کې سپاره وو، د هوايي برید لاندې راغلي، په هوايي برید کې ۱۲ وسله وال وژل شوي او یو د دوی سیمه ییز قوماندان په مرګوني حالت ټپي شوی چې پښې او لاسونه یې پرې شوي دي."
دراني وویل چې په بريد کې بل چاته زيان نه دی رسېدلی.
د دولت وسله والو مخالفینو هم تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.