هرات کې فعالانو او ځایي اوسیدونکو د افغان ځواکونو په ملاتړ غونډه وکړه
دوی ویل، امنیتي ځواکونه په خپلو فعالیتونو او سرښندنو سره حق لري چې درناوی او ملاتړ یې وشي.
مدني فعال او د غونډې تنظیموونکي حمید شېرزاد ازادي راډیو ته وویل، هدف یې دا دی چې د هرات اوسېدونکي، له بهره پر افغانانو د تپل شوي جنګ پرضد، د خپلو امنیتي ځواکونو ترڅنګ ودریږي.
ښاغلي شیرزاد پر کورنیو هم غږ وکړ چې د خپلو کورنیو غړي وهڅوي چې د امنیتي ځواکونو ملاتړ ته ور ودانګي.