پر غزې تړانګې د اسرائیلو په بریدونو کې ۲ فلسطینيان وژل شوي
پر غزې تړانګې د اسرائیلو د بریدونو د لړۍ په یو برید کې دوه تنه فلسطیني زلمکیان وژل شوي دي.
د غزې روغتیايي چارواکو ویلي، دوه تنه فلسطیني هلکان چې عمرونه ۱۵ او ۱۶ کلن ښودل شوې هغه مهال ووژل شول چې اسرائیلي پوځ په غزه کې پر یو خالي ودانۍ بمباري وکړه.
پهداسې حال کې چې د حماس وسلهوالې ډلې پر اسرائیلو لسګونه توغندي ویشتي، اسرائیلي پوځ له ۲۰۱۴ میلادي کال د جګړې را وروسته د جولای په ۱۴ نېټه پر غزه د ورځې له خوا پراخې هوايي بمبارۍ پیل کړي.
اسرائیلي پوځ ویلي دي چې د تونلونو، لوژیستیکي او پوځي مرکزو په شمول یې د حماس د ډلې لسګونه اهداف ویشتي دي.
د اسریلو یو پوځي چارواکي وايي، په تاوتریخوالي د زیاتوالي سبب د حماس لهخوا پرلهپسې پر اسرائیلو د توغندویو ویشتل، د پولي په اوږدو کې تاوتریخوالي ته لمن وهل او د اسرائیلو پر لور د اور اخېستو کاغذ بادونو او بالونونو خوشې کول دي چې دغلته یې اسرائیلي کروندګرو او طبیعي سرچینو ته زیانونه اړولی دی.