د کلیو او پراختیا وزارت د بیارغونې یو شمېر پروژې پلې کوي
د افغانستان د کلیو او پراختیا وزارت وايي، تر راتلونکو دوو ورځو پورې به د شاو خوا دوه سوه میلیونه افغانیو په ارزښت د بیارغونې يو شمېر پروژې پيل شي.
د دغه وزارت ویاند فریدون اژند نن ازادي راډيو ته وویل چې په دغو پروژو کې د زراعتي اوبو رسونې شبکې، استنادي دېوالونه،د سړکونو بیارغول او يو شمېر نورې پروژې شاملې دي.
ښاغلی اژند وايي،دغه پروژې په لسو ولایتونو کې د کلیو او پراختیا وزارت لخوا د هند په همکارۍ ترسره کېږي.
د ده په خبره د يادو پروژو له لارې به سلګونو تنو ته د کار زمینه هم مساعده شي.