معترضینو په ۴شمالي ولایتونو کې انتخاباتي دفترونه تړلي
یوشمېر اعتراض کونکو چې د فاریاب د قیصار ولسوالۍ د سرپرست امنیه قوماندان د خوشي کېدو غوښتنه يې کوله په بلخ، تخار، بادغیس، جوزجان، سرپُل او فاریاب کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون سيمه ییز دفترونه تړلي دي.
نظام الدین قیصاري له قانونه د سرغړونې او له صلاحیته د ناوړه استفادې په تور نیول شوی او په کابل کې تر څېړنو لاندې دی.
په افغانستان کې د مېزان په اته ویشتمه نېټه د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو انتخابات دي.