رويټرز: په کندز کې د طالبانو حمله کې ۲۹ افغان سرتېري وژل شوي
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په نورو برخو کې لسګونو سخت دريځي په هوايي حملو کې وژل شوي دي.
د کندز ځايي چارواکو له ازادي راډيو سره په خبرو کې ومنله چې د حکومت وسله والو مخالفینو تېر ماښام د دشت ارچي ولسوالۍ پر پل مومن او قرليق کلیو ډله ییزې حملې پيل کړې او نښتې تر نن سهاره روانې وې.
د کندز د والي وياند نعمت الله تيموري نن ازادي راډیو ته وويل، نوي افغان امنيتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي دي.
ده زیاته کړه:
"افغان امنیتي ځواکونو حمله پر شا تمبولې ده او جګړه پای ته رسېدلې، د دې حملې په نتيجه کې د حکومت پنځوس مخالفین وژل شوي او له بده مرغه پنځه ویشت افغان امنيتي ځواکونه هم وژل شوي او ټپيان دي."
د دولت وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
پخواني معلومات
د کندز ځايي چارواکي وايي، د حکومت وسله والو مخالفینو تېر ماښام د دشت ارچي ولسوالۍ پر پل مومن او قرليق کلیو ډله يیزې حملې پيل کړې او نښتې تر نن سهاره روانې وې.
د کندز د والي وياند نعمت الله تيموري نن ازادي راډیو ته وويل چې نوي افغان امنيتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي دي.