مظاهره چیانو د سمنګان مزار لار د ترافیکو پرمخ تړلې
د عبدالصمد په نوم يوه لاريون کوونکي ازادي راډيو ته وويل چې دوی د جنبش ګوند د لوړپوړي غړي نظام الدين قيصاري د راخوشي کېدو په خاطر مظاهره کړې ده.
نظام الدين قيصاري د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشید دوستم ځانګړی استازی دی چې لس ورځې مخکې په فارياب ولایت کې د زورواکي او قانون ماتونې په تور ونيول شو.