ولسمشر غني د ناټو د غړو هېوادونو د ځینو مشرانو سره خبرې وکړې
د ارګ له خبرپاڼې سره سم، ولسمشر محمد اشرف غني او د اروپايي اتحادیې د بهرنیو اړیکو مسؤلې فدریکا موګرېني د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالۍ شوراګانو پر انتخاباتو، د ښځو د ملاتړ، ترورېزم، حرفوي زدهکړو او له جرمي اقتصادي شبکو سره د مبارزې په اړه خبرې وکړې.
مېرمن موګرېني د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د افغانستان د سولې د خبرو ملاتړ وکړ.
تر دې وړاندې ولسمشر غني په بروکسل کې د ناروې له صدراعظمې ایرنا سولبرګ سره د انکشافي پروژو، امنیت او د سولې پر پروسې خبرې وکړې.
ښاغلي غني د اذربایجان له ولسمشر الهام علياف سره هم د دوو هېوادونو پر اړیکو او همکاریو خبرې وکړې.
له ولسمشر غني سره د بروکسل په سفر کې اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک او یو شمېر نور چارواکي ملګري دي.