د ناټو مشرانو په افغانستان کې د خپل ماموریت پر ملاتړ یو وار بیا ټینګار وکړ
د ناټو مشرانو په افغانستان کې د خپل ماموریت پر ملاتړ یو وار بیا ټینګار وکړ.
دا تړون حاضردمه په افغانستان کې نژدې ۱۶ زره پوځیان لري چې لویه برخه یعني ۱۴ زره یې امریکايان دي.
ناټو تړون پرون چهارشنبه د خپلې سرمشریزې په پای کې په یوه اعلامیه کې د قاطع ملاتړ ماموریت په نوم په افغانستان کې د خپل ماموریت د ملاتړ د دوام ژمنه کړې ده او ویلي یې دي:
«موږ په افغانستان کې د دوامدارې سولې او ثبات د یقیني کولو لپاره د خپلې ژمنې پخلی کوو.»
په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، «په داسې حال کې چې د افغانستان حکومت د سولې او پخلاینې لپاره کار ته دوام ورکوي، موږ به تر ۲۰۱۴ پورې د افغان ځواکونو مالي ملاتړ جاري ساتو...»
د ناټو په اعلامیه کې د افغانستان ګاونډیو - ایران او پاکستان ته، چې د افغانستان په بې ثباتۍ کې په لاس لرلو تورن دي، او دغه راز روسیې ته، چې ځینې چارواکي وايي طالبانو ته وسلې ورکوي، د انتقاد ګوته نیول شوې ده.
اعلامیه وايي، ناټو له پاکستان، ایران او روسیې څخه غواړي د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې د پروسې په بشپړ ملاتړ په سیمې کې د ثبات د ټینګښت لپاره هڅه وکړي.