د سعودي عربستان پاچا د افغانستان د دیني عالمانو سره په جده کې وکتل
د سعودي عربستان پاچا، چې د خادم حرمین الشریفین لقب لري، دیني عالمان او د اسلامي همکارۍ سازمان د دې کنفرانس په خاطر وستایل.
د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو کنفرانس، چې د ۴۳ هیوادونو د څه باندې ۱۱۰ دیني عالمانو په ګډون د سې شنبې په ورځ په جده کې پرانیستل شو، پرون چهارشنبه په مکه کې د یوې اعلامیې په خپرولو پای ته ورسېد.
د سعودي عربستان پاچا د دې کنفرانس برخوالو عالمانو ته په خطاب کې وویل«تاسو تر ټولو غوره کسان یاست چې د مسلمانانو او د هغوی د یووالي لپاره خدمت کوئ او اسلامي نړۍ له جګړو او ستونزو او همداراز له تروریزم او افراطیت څخه خلاصوئ.»
د سعودي عربستان پاچا هیله څرګنده کړه چې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي او د سولې او سوکالۍ یو نوی باب پرانیستل شي.