د شجریزاده په نوم یوه ایرانۍ ښځه په دوه کاله بند محکومه شوې
دا ښځه وایي چې د ۱۸ کاله تعلیقي زندان حکم هم ورباندې شوی دی.
شجریزاده نن په انسټګرام کې لیکلي:
"د ا په دې معنی ده چې زه باید ۲۰ کاله پټه خوله پاتې شم او په هېڅ ډول فعالیت کې باید ګډون ونه کړم."
په ایران کې تېره میاشت پېژندل شوې وکیله نسرین ستوده چې د شجریزاده او نورو هغو ښځو چې د اجباري حجاب پر ضد د اعتراض له امله توقیف شوې وې، وکالت یې کاوه، تېره میاشت ونیول شوه.
شجریزاده ۴۲ کلنه ده او څو میاشتې مخکې په ضمانت خوشې شوه.
یوشمېر رپوټونه وايي چې هغه له ایرانه وتلې ده.