امریکا: د افغانستان په جنوب کې یو وژل شوی سرتېری د کلیفورنیا و
د امریکا د دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ د دې سرتېري نوم جوزېف ماسیل یاد کړی او ویلي یې دي چې نوموړي د سوت ګېټ د ښار اوسېدونکی و.
نوموړی د شنبې په ورځ د ارزګان په ترینکوټ کې ټپي او وروسته د ټپونو له کبله مړ شو.
په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ مأموریت ویلي چې په دې پېښه کې دوه نور امریکايي سرتېري ټپیان شوي دي.