په ترکیه کې د اورګاډي د ټکر په پېښه کې ۲۴ کسان وژل شوي
پېښه پرون یکشنبه رامنځته شوې ده.
د ترکیې چارواکو ویلي، هغه اورګاډی چې ۳۶۰ مسافر پکې سپاره وو، د دې هېواد په شمال لوېدیځ تیکرداګ ولایت کې ناڅاپه له پټلۍ ووت.
د تیکرداګ والي محمد چیلان د ان ټي وي ټلویزوني چېنل ته ویلي چې پېښه د هوا د خرابوالي له کبله پېښه شوې ده.