د افغانستان د کیک بوکس ملي ټيم ایران ته لاړ
د افغانستان د بدني روزنې ریاست ویاند عارف پیمان نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل، په دغو لوبو کې شل بېلابېل هېوادونه برخه لري او د افغانستان په استازیتوب اووه لوبغاړي، یو روزونکی او یو لوبډلمشر ګډون کوي.
دغه لوبې په تهران کې ترسره کېږي.
لوبې به د جولای له ۱۱مې نېټې پیل او درې ورځې به دوام وکړي.
افغان لوبغاړو په تېرو لوبو کې یو د سرو زرو، یو د سپینو زرو او یو د بُرنزو مډال ګټلی دی.