ملي اردو: د کندهار په خاکرېز کې د طالبانو برید په شا تمبول شوی
د ۲۰۵ اتل قول اردو وياند وویل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د خاکريز ولسوالۍ په "شاه غونډان" سيمه کې د ملي اردو د ځواکونو پر يوه مرکز ډله یيز بريد وکړ.
جګړن يحی علوي وايي، د ملي اردو ځواکونو یې په وړاندې مقاومت وکړ:
"زموږ زړور پرسونل په قهرمانۍ دښمن ته سخته ضربه ورکړې چې په نتيجه کې يې ١٠ تنه تروريستان ووژل شول او ١٥ نور ټپيان شول."
علوي همدا راز وايي چې په جګړه کې د ملي اردو ځواکونو ته زيان نه دی رسېدلی.
د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند زياته کړه، د ملي اردو ځواکونو په څنګلوري ولايت ارزګان کې هم د پوځي عملياتو پر مهال ۱۲ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دولت وسله والو مخالفانو تر اوسه د دواړو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.