په پنجشیر ولایت کې د کرنیزو توکو نندارتون جوړ شو
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې په دغه نندارتون کې بېلابېل کرنیز محصولات او تولیدات نندارې ته اېښودل شوي دي.
نوموړي وویل چې د دغه نندارتون له جوړېدو هدف دا دی چې کرنیزو محصولاتو او تولیداتو ته مارکېټ پیدا شي.
دغه محصولات په پنځوسو غورفو کې د افغانستان د کرنې وزارت او خصوصي سکټور له خو نندارې ته اېښودل شوي دي.