د کندز پولیسو۱۶۵لېټره تېزاب او یوه اندازه نشه یي مواد نیولي
د کندز امنیه قوماندان عبدالباقي نورستاني د پنجشنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې پولیسو د پنجشنبې په ورځ د کندز - خان آباد پر لویه لاره د عملیاتو پر مهال، په دوو موټرو کې ۱۶۵ لېټره تېزاب او څلور کېلو ګرامه تاریاک ونیول:
"دا تېزاب چې د هیروئینو په جوړولو کې کارول کېږي، پولیسو ونيول او د قاچاقو په تور یې څلور تنه هم نیول شوي چې اوس تحقيق ځنې کېږي او وروسته به يې دوسيه څارنوالۍ ته وسپارل شي."
د یادونې وړه ده چې په تېرو څو اوونیو کې دا څووم ځل دی چې د کندز پولیس له شمال څخه د هېواد مرکزي سیمو ته د نشه يي موادو د قاچاقو مخه نیسي.