په لوګر کې پر ناټو ځواکونو انتحاري حملې دوه ملکیان وژلي
شاه پور احمدزي اسوشېټډپرېس خبري اژانس ته ویلي چې حمله پرون ماښام شوې او یوه ښځه او یو ماشوم په کې وژل شوي دي.
د احمدزي په وینا، په دې حمله کې درې تنه زخمیان شوي او د ناټو یو زغره وال موټر هم تخریب شوی دی.
د وسله والو طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد د حملې مسئولیت اخیستی دی.
نړیوالو ځواکونو تر دامهاله پدې اړه څه نه دي ویلي.