ټرمپ له روسیې سره د کریمیا د الحاق د رسمي پېژندو له رده ډډه کړې
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره له لیدنې څو ورځې مخکې له دې ډډه وکړه چې له روسیې سره د کریمیا د الحاق په رسمیت پېژندل رد کړي.
کله چې د جمعې په ورځ له نوموړي څخه پوښتنه وشوه چې ایا هغه راپورونه رښتیا دي چې واشنګټن به له روسیې سره د کریمیا د یو ځای کېدو په وړاندې د اوږدې مودې له مخالفته لاس واخلي؟ ټرمپ وویل: "موږ به وګورو."
ټرمپ د هغې پوښتنې هم ورته ځواب ورکړ چې ایا نوموړی به پر روسیې د امریکا د هغو بندیزونو په لېرې کولو غور وکړي چې د اوکراین څخه د کریمیا د لاندې کولو له کبله یې پرې لګولي دي.
نوموړي ویلي، له پوتین سره د راتلونکې سرمشریزې هدف د مسکو او واشنګټن تر منځ د اړیکو بهتره کول دي چې د سړې جګړې را وروسته په تر ټولو ترینګلي وضعیت کې دي.
ټرمپ خبریالانو ته ویلي، موږ به وګورو چې روسیه څه کوي.
نوموړي ظاهراً داسې ښودلې چې پر روسیې د هغو بندیزونو لېرې کولو ته تیار دی چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د کریمیا له الحاق وروسته پر دې هېواد لګول شوي دي.
دا په داسې حال کې چې یو شمېر رسنیو د اروپايي مشرانو له قوله ویلي، ولسمشر ټرمپ د اوو صنعتي هېوادونو د وروستۍ غونډې پر مهال له دوی سره په خصوصي خبرو کې ټینګار کړی چې کریمیا باید د روسیې برخه و اوسي، ځکه چې ډېر وګړي یې روسي ژبي دي.