د فوټبال نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن ۴ لوبې کېږي
د ایچ ګروپ څخه سېنګال د کولمبیا، جاپان د پولېنډ خو د جي ګروپ څخه پاناما د تونس او انګلستان د بلجیم پر وړاندې سیالۍ تر سره کوي.
د فوټبال د نړیوال جام د روانو سیالیو لپاره ۳۲ لوبډلې په اتو ګروپونو ویشل شوي چې تر دې دمه ځينې لوبډلې د ماتو له کبله په نړیوال جام کې له پرمختګه پاتې دي.
د فوټبال د نړیوال جام په سیالیو کې پرون چهارشنبه د جرمني د فوټبال لوبډلې له سویلي کوریا څخه په دوو ګولونو ماتي وخوړه او له دې لړۍ حذف شوه.
دا اول وار دی چې د جرمني د فوټبال لوبډله د نړیوال جام د سیالیو دوهم دور ته تر رسېدو مخکې ماته خوري.