د ایران ولسمشر د سختو اقتصادي ستونزو ملامتي پر واشنګټن واچوله
حسن روحانې دغه وینا چې پرون ناوخته یې د دولتي ټلوېزیون له لارې وکړه، وروسته له هغې کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپئو د تهران رژیم د ایران د اقتصادي وضعیت د خرابوالي چې ظاهراً په ایران کې یې پراخ اعتراضونه راپارولي، مسؤل وباله.
د پومپئو په وینا دغه رژیم د خپلو اتباعو منابع په منځني ختیځ کې په ورانکارو فعالیتوو او شخړو لګوي.
روحاني په دغه وینا کې پر ایرانیانو غږ وکړ چې خپل اتحاد وساتي او امریکایان په ګونډو کړي.
روحاني زیاته کړه چې ستونزې به وګالي، فشارونه به وزغمي خو دوی به خپله خپلواکي قرباني نهکړي.
خو دا چې د ایران د پارلمان نېژدې دوه درېیمه برخه وکیلانو له هغه غوښتي چې خپل اقتصادي ټیم بدل کړي، ښایي دا په کور دننه نوموړی له خطرسره مخامخ کړي.
وکیلان دا صلاحیت لري چې وزیران سلب صلاحیت کړي او هم د پارلمان دوه درېیمه برخه کولای شي، د ولسمشر وړتیا تر پوښتنې لاندې راولي.