ناڅرګندو کسانو د فراه د ملي امنیت یو مامور وژلی
د فراه د والي ویاند، محمد ناصر مهري نن ازادي راډیو ته وویل چې یاسین خان نن سهار د فراه ښار په دریمه حوزه کې وژل شوی دی.
د ښاغلي مهري په وینا، وسله والو کسانو پر یاسین خان ډزې وکړې او وتښتېدل.
چارواکي وايي چې په اړه یې څېړنې پېل شوې دي.
د حملې مسئولیت چا نه دی اخیستی.