په غزني کې پنځه سیمه ییز پولیس وژل شوي او یو بل ټپي دی
د ازادي راډیو د خبریال د راپور له مخې، سیمه ییزو چارواکو په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې، خو د غزني د ولایتي شورا یوه غړي نصیر احمد فقیري ازادي راډیو ته د دغې مرګ ژوبلې په تأیید وویل چې وسله والو دوه سیمه ییز پولیس هم له ځان سره بیولي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.