افغان حکومت: له اسلام اباد سره د ډیورند کرښې په اړه بحث نه دی شوي
افغان حکومت وايي چې اسلام اباد ته د افغانستان د ملي امنیت د شورا د پلاوي د سفر پرمهال د ډیورند کرښې په اړه هېڅ راز خبرې نه دي شوي.
د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار، د کورنیو چارو د وزیر او د ملي امنیت د عمومي رئیس په ګډون، د افغان حکومت یو پلاوی د سې شنبې په ورځ اسلام اباد ته ولاړ.
افغان چارواکو ویلي وو چې له وسله والو طالبانو سره د سولې او اوربند په اړه خبرې د دې سفر د اجنډا مهمه موضوع ده، خو په تېرو دوو ورځو کې پر ټولنیزو شبکو داسې ګونګوسې خپرې شوې چې ګنې افغان پلاوي د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمرجاوید باجوه سره د ډیورند کرښې په اړه خبرې کړې دي.
د ملي امنیت شورا د رسنیو څانګې په یوه خبرپاڼه کې چې پرون پنجشنبه خپره شوه، دا راپورونه جعلي او بې بنسټه بللي او ویلي یې دي چې افغان پلاوي په خپل وروستي سفر کې له جنرال باجوه سره هېڅ راز کتنه نه درلوده.
خبرپاڼه زیاتوي چې د ډیورڼد کرښې موضوع تر دې مهاله په هېڅ مجلس کې هم نه ده راپورته شوې.
خبرپاڼه یادونه کوي چې ډیورند کرښه په ټولو افغانانو پورې تړلې مسئله ده او هېڅ حکومت حق نه لري چې په اړه یې پرېکړه وکړي.