ډونالد ټرمپ وايي، د روسیې له ولسمشر سره د کتنې په اړه غور کوي
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي چې په جولای میاشت کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د کتنې په اړه غور کوي.
ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې د امریکا د ایالتونو له والیانو سره په غونډه کې وویل چې د دې لیدنې پر امکاناتو غور روان دی.
CNN ټلویزیون د ډيپلوماتیکو سرچینو په حواله خبر ورکوي چې ټرمپ او پوتین ښايي د جولای په نیمايي کې، د ناټو په سرمشریزه کې بروکسل ته او همداراز لندن ته د ښاغلي ټرمپ له تلو مخکې یا وروسته سره وګوري.
CNN د یوې سرچینې په حواله وايي چې ټرمپ دا لیدنه په واشنګټن کې غوښتله، خو پوتین ټینګار کاوه چې باید په دریم ځای یا احتمالاً په ویانا کې سره وګوري.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ټرمپ خاص سلاکار ګاریت مارکیس پرون پر خپله ټوېټر پاڼه ولیکل چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن په راتلونکو څو ورځو کې مسکو ته ځي، څو د ټرمپ او پوتین د احتمالي غونډې په اړه خبرې وکړي.