د خبريالانو د خونديتوب کمېټې له روسیې غوښتي چې «والوف» خوشې کړي
په نيويارک کې دېره دغې کمېټې پرون په يوه اعلاميه کې له روسي چارواکو يو وار بيا غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره الکساندر والوف خوشې او د ده د درملنې امکانات يقيني کړي.
بلاګ سوچي په نوم د وېبلاګ مؤسس چې وېبپاڼهيې اوس بلاک شوې، له پنځو مياشتو راهيسې د اخاذۍ په تور په توقيف کې دى.
دى وايي، دغه تورونه سياسي انګېزه لري او ردوي يې.