م.م: روان کال یولک او ۳۷زره افغانان له خپلو مېنو بېځایه شوي
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ اداره وايي، د جنورۍ له اولې د جون تر ١٧مې يولک و دودېرش زره او اووه سوه څلور څلوېښت افغانان له خپلو سيمو کډې کولو ته مجبوره شوي دي.
دغې ادارې په خپل راپور کې چې د سې شنبې ناوخته يې خپور کړى ويلي، تر ۵٧٠٠ زيات کسان يوازې تېره اوونۍ بېځايه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ اداره وايي په ٢٠١٧مېلادي کال په افغانستان کې څلور لکه پنځه څلوېښت زره کسان بېځايه شوي وو.