د غزني په اندړو کې طالبانو له ځانه سره بیولي افغان سرتېري خوشې کړي
د غزني والي محمد عارف نوري نن سې شنبه ازادي راډيو ته وویل چې دغه کسان تېره ورځ ناوخته د قومي مشرانو په منځګړيتوب راخوشې شول.
ښاغلی نوري وايي، وسله والو طالبانو له دغو سرتېرو څخه ۹ میله وسله او یو هاموی ټانک ګرځولي دي.
د اختر په درېيمه ورځ وسله والو طالبانو د اندړو ولسوالۍ له سلطان باغ سيمې څخه د اوربند له مراسمو د ملي اردو شپږ سرتېري له وسلو سره يوځاى له ځانه سره بيولي وو.