له هلمنده راغلي د سولې حرکت په کابل کې د خیمو د وهلو پرېکړه کړې
د دغه ولسي حرکت غړي چې د هلمند له مرکز لښکرګاه څخهیې له څه باندې یوې میاشتې راپه دېخوا پلی سفر پیل کړی و د شااوخوا ۶۳۰ کېلو متره لارې له وهلو وروسته تېره شپه کابل ته رسېدلي دي.
د سولې د دغه ولسي حرکت غړي په داسې حال کې کابل ته رسېدلي او د بهرنیو هېوادونو سفیرانو او د حکومت مشرانو ته د سولې او اوربند پیغام له نږدې رسوي چې وسلهوالو طالبانو د تېرې شپې له نیمایي څخه د اختر په مناسبت د اعلان کړي درې ورځني اوربند له پای ته رسېدو سره سم په یو شمېر سیمو کې بیا حملې پیل کړې دي.