رادمنش: په اختر کې ښارونو ته د داخل شویو طالبانو ډېری یې پاتې دي
د دې وزارت د ویاند دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل چې یوازې کابل ښار ته شااوخوا ۲۴۰۰ بېوسلې طالبان داخل شوي وو چې له امنیتي ادارو سره ثبت او راجستر شوي دي.
د ښاغلي رادمنش په وینا، کابل او نورو لویو ښارونو ته د طالبانو داخل شوي یو زیات شمېر غړو دا درک کړې چې نور جګړه نهکوي.
تر اوسه وسلهوالو طالبانو د دغې ادعا په اړه څه نهدي ویلي، خو هغو وسلهوالو طالبانو تهیې د دسپلیني سزا خبره کړې چې په تېرو درې ورځو کې یې له افغان امنیتي ځواکونو سره په غونډو کې ګډون کړی او یا له هغوی سرهیې عسکونه اخیستي دي.