ایران کې محمد رضا ثلاث نن په دار وځړول شو
د ایران د قضایي ادارې په رسمي وېبپاڼه کې ویل شوي محمد رضا ثلاث نن سهار وختي په دار وځړول شو.
۵۱ کلن ثلاث په تېره مارچ میاشت کې محاکمه او په اعدام محکوم شوی چې د بخښنې نړیوال سازمان امنېسټي انټرنشنل هغه بشپړ غیر عادلانه بللی و.
په فبرورۍ میاشت کې په تهران کې د ایران د صوفیانو د توقیف شویو غړو په وړاندې له تاوتریخوالي ډکو مظاهرو په ترڅ کې درې پولیس افسران د یوه موټر په ذریعه چې پر هغو وروستل شوی و، ووژل شول.
د ګنابادي دروېشانو غړو دغهراز هغه اندېښنو ته په پام سره چې ښایي، د دوی مشر پیر ۹۰ کلن نور علي تابنده به هم ژر ونیول شي، دغه اعتراضي لاریون کړی و.