په بغلان کې لسګونو طالبانو د افغان چارواکو تر څنګ د اختر لمونځ وکړ
والي عبدالحى نعمتي، ازادۍ راډيو ته وويل، د دغو وسلوالو طالبانو شمېر سلو ته رسېده.
د هغه په خبره دوى له اوربند څخه په استفاده د ولسوالۍ مرکز ته داخل شول او هلته يې د افغان چارواکو تر څنګ د اختر لمونځ وکړ.