غني: طالبانو او حکومت د تېرې شپې له ١٢بجو راهيسې اوربند رعايت کړى
د افغانستان ولسمشر وايي، وسلهوالو طالبانو او حکومت د تېرې شپې له ١٢ بجو راهيسې نافذ شوى اوربند رعايت کړى دى.
محمد اشرف غني نن په ارګ کې د کوچني اختر تر لمانځه وروسته په خپلو خبرو کې وويل:
"د هر هغه اقدام چې د وينې بهېدو مخنيوى کوي- هرکلى کوو. موږ هر کال په اخترونو او نورو ملي ورځو کې پر وسلهوالو مخالفینو د جنګ بندۍ او سولې غږ کوو، تر څو زموږ خلک لږ تر لږه په اخترونو او نورو ملي ورځو کې خپلې خوشحالۍ ولمانځي."
ولسمشر غني هیله وښوده چې دا اوربند دوام وکړي او نور په افغانستان کې د چا وینه تويه نه شي.
افغان حکومت د روژې له ٢٧مې د کوچني اختر تر پنځمې د اوربند اعلان وکړ، وسلوالو طالبانو هم د اختر په درېيو ورځو کې د اوربند اعلان کړى دى.
ولسمشر محمد اشرف غني د سولې په اړه وروستیو ولسي خوځښتونو، د دینې عالمانو غونډو او د حکومت هڅو ته اشاره وکړه او د طالبانو پر مشرتابه یې غږ وکړ چې د سولې ته رامخکې شي.