ناڅرګندو وسله والو د نورستان په کامدېش کې یو روغتون سوځولی
د نورستان د عامې روغتیا رئیس ډاکټر ذکي الله ستوري د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل تېره شپه نا پېژاندو وسله والو د کامدېش ولسوالۍ ۲۰ بستریز روغتون سوځولی او روغتون ته یې د ملیونونو افغانیو ځیان رسولی دی.
ښاغلي ستوري وویل وسله والو کسانو د روغتون پرسونل د څو ساعتو لپاره ساتلی و خو بېرته یې راخوشي کړی.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د روغتون سوځولو مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستی.