ارزګان: میوند فوټسال ټیم د «روژې کپ» سیالیو اتل شو
دغه سيالۍ چې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ پیل شوي وې شااوخوا يوه مياشت یې دوام وکړ چې پکې ميوند لوبډلي لومړی، اتفاق دوهم، او د ميوند «ب» لوبډلې پکې دريم مقامونه خپل کړل.
په ارزګان کې د فوټبال فدراسيون مشر ميرزا محمد امير زوی وايي، د يادو لوبو څخه يې هدف د روشن غوره ليک سياليو لپاره د غوره څېرو پېژندل وه.
لوبغاړي او مینه وال خوښ دي چې ورته دغه ډول سيالۍ تر سره شوي دوی د جګړې له شکېلو غاړو غوښتنه کوي چې جګړه بس او د سولې لار خپله کړي.