"م. م": د یمن ټول اړخونه دې په حدیده کې ملکيان خوندي کړي
د سعودي دولتي رسنیو د پوځي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې نن سهار د یمن پر حدیده ښار بریدونه پیل شوه.
دا په تېرو درېیو کلونو کې یوه سخته جګړه بلل شوې چې خیریه مؤسسې ګواښ کوي چې کولای شي دغه بېوزله عربي هېواد له ډېر ستونزو سره مخامخ کړي.
په همدې حال کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویاندې ویلي چې پر حدیدې ښار برید کېدای شي دغلته بشري وضعیت چې له وړاندې ستونزمن وو، تر دې هم خراب کړي.
دا وایي، په همدې ځای کې چې شااوخوا ۶۰۰ زره وګړي لري، اوبو او برښنایي شبکو ته د خلکو لاسرسی ډېر مهم دی.
دغه ښار له کلونو راهیسې د ایران پلوه حوثي یاغیانو په کنټرول کې دی.
د سعودي په مشرۍ ائتلاف حوثي یاغیانو ته د نن ورځې تر سهاره ضربالاجل ټاکلی وو چې له دې ښاره ووځي.