عبدالله: د تېروتنو د سیاست دوام د پاکستان او افغانستان په ګټه نهدی
ښاغلي عبدالله پرون سې شنبه په کابل کې له ښاغلي باجوه سره وکتل.
د اجرائیه ریاست مطبوعاتي دفتر وايي، په دې کتنه کې ښاغلي عبدالله هیله څرګنده کړې چې پاکستان به د ترهګرۍ پر ضد عملي ګامونه واخلي.
د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم د دې لیدنې په اړه تېره شپه ازادي راډیو ته وویل:
"تل هغه څه چې پاکستان ظاهراً د افغانستان له دولت او ملت سره ژمنه کړې، هسې چې موږ یې تمه درلوده، عملي ګامونه نهدي اخیستل شوي، په همدې خاطر یو ټکی چې اجرائیه رئیس پرې ټینګار وکړ، دا و چې موږ باید موضوعاتو ته له یوه نوي لیدلوري وګورو او هغه څه چې ژمنهیې کوو، باید چې عملي ګامونهیې لپاره پورته کړو."
له اجرائیه ریاسته خپره شوې خبرپاڼه د پاکستان د پوځ د لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه له قوله هم وايي چې د پخوانیو تېروتنو دوام د دواړو هېوادونو په ګټه نهدی.
د پاکستان د پوځ لوی درستیز د سې شنبې په ورځ کابل ته راغلی و او دلتهیې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره هم د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر شته مسئلو خبرې کړې دي.