د ننګرهار د کانال د اوبو رسونې شبکې بیارغونې ته بودجه ځانګړې شوه
د دې وزارت ویاند اکبر رستمي نن چهارشنبه ازادي راډيو ته وویل چې د دې پروژې په عملي کېدو سره به زیاتې کرنیزې ځمکې خړوبې شي.
د ننګرهار کانال د هېواد یو له سترو کانالونو څخه دی چې په ۹۰ زره جریبه ځمکه کې جوړ شوی او د مېوو په ځانګړي ډول، د زیتونو د تولید لوی مرکز ګڼل کېږي.
د ښاغلي رستمي په خبره، د دې کانال بیارغونه د ملي اقتصاد په پیاوړتیا او د حکومت د عوايدو په ډېرېدو کې مهم رول لري.