د ملګرو ملتونو عمومي منشي راتلونکې اوونۍ روسیې ته ځي
ټاکل شوې ده چې نوموړی به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري او دغلته به د فوټبال د نړیوال جام یوه سیالي هم ننداره کړي.
د ملګرو ملتونو ویاند دوجاریک د سې شنبې په ورځ وویل، د ملګرو ملتونو عمومي منشي به د جون په ۲۰ مه او ۲۱ مه په روسیه کې وي، دغلته به د روسیې له ولسمشر پوتین، بهرنیو چارو له وزیر لاوروف او د روسیې د ارتودکس کلیسا له مشر سره کتنې ولري.
د پورتګال دا پخوانی صدراعظم به روسیې ته ددې دوه ورځني سفر په ترڅ کې په مسکو کې په یوه څېړنیز مرکز کې وینا هم وکړي او په هغو مراسمو کې په ګډون وکړي چې په روسیه کې د ملګرو ملتونو د حضور د اویایمې کلیزې په مناسبت جوړېږي.
د ملګرو ملتونو د ویاند په وینا، د دې سازمان عمومي منشي به د مسکو په لوژنیکي سټوډیوم کې د پورتګال او مراکش تر منځ د فوټبال د یوې لوبې ننداره هم وکړي.
روسیې ته پر لاره، د ملګرو ملتونو عمومي منشي فنلنډ او ناروې ته هم ورځي.