پاکستان د ۸ ماشومانو قاتل او جنسي تېری کوونکی په اعدام محکوم کړ
مجرم محمد عمران په فبرورۍ مياشت کې د محکمې لهخوا په اعدام محکوم شو، خو ده د دغه حکم پر ضد مراجعه وکړه.
دی اوس هم حق لري له ولسمشر ممنون حسین څخه وغواړي چې ده ته د مرګ له سزا بخښنه وکړي.
عمران په جنورۍ مياشت کې وروسته له هغه ونيول شو چې پر یوې اووه کلنې نجلۍ زينب انصاري یې جنسي تېری کړی، هغهیې وژلې او وروستهیې د هغې مړی پر کثافاتو غورځولی وو.
دا پېښه د پاکستان د پنجاب ايالت په قصور ښار کې شوې وه.
د ده له نيول کېدو وروسته د وژنو اووه نورې قضيې هم راپورته شوې او پاکستانيانو یې په عام محضر کې د ده د اعدام غوښتنه وکړه.