د اسیا بنسټیزې پانګې اچونې بانک افغانستان سره خپلې ژمنې تازه کړې
د دغه وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي نن سې شنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۲» ازادي راډيو ته وویل چې دغه ژمنه د افغانستان د ماليې وزیر اکلیل حکیمي او د «AIIB» بانک رئیس جن لیچون ترمنځ د چین په مرکز بیجنګ کې وشوه.
د ده په خبره د دواړو لورو ترمنځ په دغې لیدنه کې په ننګرهار او لغمان کې د لمریزې برښنا د تولید، د کابل ښار حلقوي سړکونو د جوړولو او په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ په اړه هم بحث او خبرې شوې دي.