د کیوکېشن کراټې افغان لوبډله قزاقستان ته لاړه
د افغانستان د بدني روزنې د ریاست ویاند عارف پیمان نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې په دغو سیالیو کې ۷ افغان لوبغاړي په ۷ مختلفو وزني کټګوریو کې ګډون کوي.
د ښاغلي پیمان په خبره، په دغه سفر کې د افغان کیوکېشن کراټې لوبډلې سره يو روزونکی هم شامل دی.
دغه سیالۍ د روان کال د جون له ۱۵مې تر ۱۷مې پورې د قزاقستان په استانې ښار کې ترسره کېږي.