د کرکټ افغان ملي لوبډلې د هند په وړاندې لوبې ته تیاری پيل کړی
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د هند په وړاندې خپلې لومړنۍ تاریخي ټېست لوبې ته په بنګلور کې تیاری پيل کړی دی.
بلخوا هندۍ لوبډلې هم د افغانستان په وړاندې دغه سیالۍ ته تمرینات پيل کړي او د دغې لوبډلې لوبډلمشر اجینکا ریحاني ویلي چې افغانستان سره لوبه به اسانه نهوي.
افغانستان له دې وړاندې په هند کې بنګلهدېش ته د درېیو ۲۰ اوریزو سیالیو په لړۍ کې درې صفر ماتې ورکړه چې پهدغو بریاوو کې تر ډېره د سوکه يا سپېنبالرانو رول د پام وړ و.
ټاکل شوې چې د هند او افغانستان ترمنځ دغه لومړنۍ ټېسټ لوبه د روانې جون مېاشتې له ۱۴مې تر ۱۸مې نېټې په اېم چیناسوامي لوبغالي کې ترسره شي.