په غزني کې د ماین چاودنې ۶ ملکي کسان وژلي
د غزني د والي ویاند عارف نوري نن دوشنبه د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان شامل دي.
په چاودنه کې درې تنه زخمیان شوي چې د والي د ویاند په وینا، کابل ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.
د غزني د والي ویاند ویلي چې په نورو سیمو کې ۱۰ وسلهوال طالبان او درې سیمهییز پولیس په جلا جلا نښتو کې وژل شوي دي.