مؤحد: تېره اوونۍ تر ۱۰ زیات قاچاق کوونکي په بند محکوم شوي
له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد مؤحد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، ۱۴ کسان چې د نشهيي موادو د قاچاقو په ۱۴ قضیو کې نیول شوي، د ابتدائیه او استیناف محکمو لهخوا له ۶ میاشتو څخه نيولی تر ۲۰ کالو پورې پر بند محکوم شول.
ښاغلی مؤحد وايي، په تېره اوونۍ کې ۳۳ کسان چې د افغان ځواکونو لهخوا په ۲۲عملیاتو کې نیول شوي، له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته د نورو څېړنو لپاره لېږل شوي دي.
دی وايي:
"نهه کسان د هیروئینو د قاچاقو په بېلابېلو قضیو کې نيول شوي چې غوښتلیې د حامد کرزي له هړیوال هويي ډګره هیروئین قاچاق کړي، دوی د نورو څېړنو لپاره عدلي او قضايي مرکز ته سپارل شوي دي. دې کسانو په خپلو خېټو او سفري بکسونو کې نشهيي مواد ځای پر ځای کړي او غوښتلیې چې هند ته یې قاچاق کړي. "
لهدې کسانو سره ۳۹ کیلو ګرامه هیروئین، ۲۵۴۰ کیلو ګرامه مورفین، ۵۶۹۰ کیلو ګرامه تریاک، ۵۴ ګرامه شیشه یا کرسټال او ۵۲۵۸ ټابلیټ «K» ګولۍ هم نیول شوي دي.