امریکا یو پاکستانی د نشهيي توکو د شبکې د رهبرۍ په تور محکوم کړ
د امریکا متحده ایالتونو د عدلیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د شهباز خان په نوم پاکستانی په ۲۰۱۶ میلادي کال په لیبریا کې نیول شوی او بیا د امریکا متحده ایالتونو ته سپارل شوی دی.
دا پاکستانی په افغانستان او پاکستان کې د نشهيي موادو د یوې قاچاقي شبکې په رهبرۍ تورن شوی چې په زرګونو کیلو ګرامه هیروئین یې د هوا او سمندر له لارې امریکا ته قاچاقول.
د نیویارک فډرال محکمې قاضي د قضائيې غونډې په پای کې اعلان وکړ چې شهبازخان به لومړی نشهيي مواد له افغانستان او پاکستانه امریکا ته قاچاق کول او بيا بهيې لهدې لارې لاسته راغلي پیسې هغو جنګي ډلو ته ورکولې چې له افغان او بهرنیو ځواکونو سره جګړه کوي.
پر شهباز خان د محکمې وروستۍ پرېکړه به د روان میلادي کال په اکتوبر میاشت کې وشي.