ناټو: طالبان دې پوه شي چې د جګړې له لارې نه شي بریالي کیدای
ینس سټولټنبرګ نن د جمعې په ورځ د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو په مقر کې د افغانستان په اړه د دې تړون او د افغانستان په ماموریت کې یې د شاملو هېوادونو د دفاع وزیرانو تر غونډې مخکې خبریالانو وویل:
"طالبان باید په دې پوه شي چې د جګړې له لارې نه شي بریالي کیدای. موږ له دوی غواړو چې وسله کېږدي او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې خبرو ته کیني."
ناټو دغه راز د وسله والو طالبانو په وړاندې د افغانستان د حکومت د موقت اوربند ملاتړ هم کړی دی.