ځواک: په لغمان ولایت کې چاودنې څلور تنه وژلي
د لغمان ولایت د والي ویاند سرحدي ځواک ازادي راډیو ته وویل، شا و خوا دوه بجې او ۱۵ دقیقې د سلطان غازي بابا ښار ګوټي د یونس چوک په سیمه کې په موټر سایکل کې د ځای پر ځای شوي چاودیدونکو توکو چاودنه کړې چې له امله د مولوي محمد یونس شمهخېل په ګډون تر دې دمه څلور تنه وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپیان دي چې زخمیان د لغمان د عامې روغتیا په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
د پېښې قربانیان ټول عام وګړي دي.
د پېښې مسؤلیت تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.