په قزاقستان کې د مننژیت ناروغۍ ۱۳ تنه مړه کړي
دا څرګندونې د قزاقستان د روغتیا وزارت چارواکو نن کړې دي.
د دغه وزارت په وینا په الماتي او قزیل اورده ښارونو کې ۵۹ تنه چې ۲۱یې تر ۱۴ کلونو کم عمرونه لري، په دې ناروغۍ اخته شوي دي.
د دې ناروغۍ وروستی قرباني یو ۱۷ کلن ځوان وو چې پرون ومړ.
مننژیت یوه جدي ناروغي ده چې د ملا د تیر او مغز پر شااوخوا د التهاب په رامنځته کېدو پیلېږي.